نړۍ

صهیونستي پوځ د خپلو درې نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د اسرائیلو صهیونست پوځ پرون سه شنبې په یو تازه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دوه سرتېري او یو لوړ رتبه افسر یې تازه د غزې په شمال کې د حماس غورځنګ جنګیالیو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.خبرپاڼه کې دغه راز د څلور نورو پوځیانو د ټپي کېدو خبر هم ورکول شوی دی.دې سره په روانه جګړه کې د رسمي معلوماتو له مخې د ټول وژل شویو پوځیانو شمېر ۸۰ ته رسېدلی، هغه شمېره چې حماس غورځنګ یې د دې څو چنده لوړه بولي.
باید وویل شي، چې غزه کې د روانې جګړې پېچلتیا او د حماس غورځنګ بریدونو ته په کتو ممکن د وژل شویو اسرایلي سرتېرو شمېر تر هغې شمېر څو چنده زیات وي، چې صهیونستي پوځ یې اعلانوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال لسګونه اسرایلي لوړ رتبه افسران او سرتیري له حماس غورځنګ سره اسیران دي او د دایمي اوربند د ټینګېدو په صورت کې یې د خوشې کول موضوع د دغه غورځنګ د سیاسي مشرانو له لوري مطرح شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *