شعرونه

طالبه…!!

یو خوا چورلکې او بمبار بل خـوا چاپـې طالبه
څنگه دې هیرې شوې ها سختې مرحلې طالبه
د دې ولس منډې ستړیاوې پام چې هیر دې نشې
چې در کولې به یې د کور په منځ کې شپې طالبه
وس ټول اختیار دې شو په لاس بې انصافي ونکړې
خدای زوالجلال ته کړه همیش شکر سجدې طالبه
پام دچا حق چې یوه زره نۀ شې تلف زړگیه
په پوره فڪـر د انصاف کړه فیصلـې طالبه
هیواد ته هم په قوي هوډ ژمنتیا خدمت وکوۍ
هیواد مو ستړی له څلویښت کاله جگړې طالبه
ها در په یاد کړه تور ځنگل وچه ډوډۍ او اوبه
چې به کولې مو په توره شپه پیرې طالبه
درباندې ونه لږي سختې د «نظام» خبرې
سپینې صفا هتمن به وي یو څه ترخې طالبه

ش/نظام الدین شریفي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *