سرمقالې

طبیعي ذخایر دې خوندي شي

افغانستان غرنی هېواد او د آسیا لویې وچې په زړه کې پروت دی،د خپل ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره وخت نا وخت د نړۍ د سترو استعماري او استکباري طاقتونو د یرغل او حملو هدف ګرځېدلی او د دغه ښکلي هېواد ښکلا یې لوټلې او زموږ د وطن طبیعي معادن، قیمتي کاڼي او یورانیم یې تري وړي او غلا کړي دي. د افغانستان معادن او قیمتي کاڼي چې په نړۍ کې یې بیلګه نه لیدل کېږي لکه د بدخشان لعل، د پنجشیر زمرود د کونړ بیروج او په بېلا بېلو ولایتونو کې زیات معدنونه وجود لري چې زیاتره یې د ځايې خلکو لخوا په غیر فني توګه استخراج او بهرنیو ملکونو ته د قاچاقېږي او لاس ته راغلي پیسي یې د یو څو تنو جیبونو ته ځي. اوسني واکمن او حاکم نظام ته په کار ده چې په دې اړه اړین قدمونه واخلي او د ملت دغه ملي شتمنۍ خوندي او د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې ترې ګټه واخلي او له بهرنیو مرستو پرته په کور د ننه پخپل ځان بسیا شو همدارنګه د ځنګلونو د قطع کولو مخه ونیول شي د کونړ ولایت سمسور ځنګلونه د تېرو څلورولسیزو جنګ او جګړو په لړ کې چې زیاتره برخه یې قطع شوې او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوې نوریې په اړه لازم اقدامات وشي او هغه چې له کلونو راهیسې په اډو کې پراته دي د هېواد په داخل کې ترې د آبادۍ په برخه کې ګټه واخیستل شي ځنګلونه چې د اکسیجن پهتولید کې ترې استفاده کېږي او د چاپېریال پاک ساتلو کې مهم رول لري او د ملت ملي سرمایه ده نوریې په اړه بې غورې نده په کار همدارنګه د هېواد له اوبو دې لازمه ګټه واخیستل شي او مهار دې کړل شي، افغانستان چې زراعتي هېواد دی د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې ترې ګټه پورته شي، د کونړ سرشاره او طغیاني سیند چې د ګټې په ځای زموږ ځمکې تخریبوي انسانان وړي تر دې دمه ترې هیڅ فایده نده اخیستل شوې د حکومت له مسؤلینو هیله کېږي چې ژر تر ژره دې په یاد سیند د بريښنا بند د جوړولو هغه پلان عملي کړي چې د شهید محمد داؤد د واکمنۍ پر مهال پلان شوی و او د طور طاق په نوم سیمه د دغه بند د جوړولو لپاره په نښه شوې وه چې د هېواد په کچه بريښنایي ستونزه له منځه وړي او همدارنګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې هم مهم رول لري. ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *