دینې لیکنېلیکنې

عالم ستا د دین او دنیا د سمون سبب دی!

عالم هغه سپېڅلې کلمه ده چې هر څوک د دې عظیمې کلمې مصداق نشي جوړېدلای ، مگر هغه چې الله جل جلاله ورته د خیر اراده کړې وي.
پام ! تا ته وایم : په عالم ، مولوي ، امام او شیخ پسې له خولې نا مناسبه الفاظ و نه باسې او نه هم ورته په سپک نظر وگورې، تل یې احترام کوه او په وقار ورته قائل شه ، ځکه :
– عالم د هغه ذات صفت دی چې زما ، ستا او ټولو موجوداتو خالق او مالک دی .
– عالم هغه څوک دی چې ستا د پیدایښت سره سم په غوږ کې اذان درته کوي .
– عالم هغه څوک دی چې تا ته له داسې یوې ښځې سره چې مخکې دې صرف یو نظر کتل ورته حرام او ناروا وو ، د الله ج د مبارک دین د لارښونو په رڼا کې د نکاح تړون تړي .
– عالم هغه څوک دی چې د پنځه وخته لمونځونو امامت دې کوي .
– عالم هغه څوک دی چې امر په معروفو درته کوي او نهې له منکرو څخه.
– عالم هغه څوک دی چې په دیني او دنیوي امورو کې مو د رهنمایۍ مرجع ده .
– عالم هغه څوک دی چې له دنیا څخه ستا د تگ پر مهال د جنازې لمونځ اداء کوي.
– عالم دی چې د هر فرضي لمونځ امامت دې کوي او تاپسې اقتداء کړې وي.
– عالم هغه څوک دی چې محمد(صل الله علیه وسلم )ورته د پیغمبرانو (علیهم السلام) وارث او جاینشین ویلی دی ، پیغمبر صل الله علیه وسلم فرمایي ( العلماء ورثة الٲنبیاء ) علماء د انبیاوو (علیهم السلام) وارثان دی.
– عالم د بندگانو له جملې د الله جل جلاله څخه تر ټولو ډیر ویرېدونکی دی،ځکه الله جل جلاله فرمایي:ژباړه: د الله د بندګانو څخه یوازې عالمان دي چې له هغه څخه وېریږي.
– عالم هغه څوک دی چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د سيرت او د صحابه کرامو او خلفاء راشدينو په لارښوونو باندې خپله هم عمل کوي او تاته یې هم د کولو لارښوونه کوي، له نویو رامنځ ته شويو مسائلو او بدعتونو څخه ځان ساتي او هم تاته ترې د ځان ساتلو امر کوي.
-عالم هغه څوک دی چې په اړه یې حدیث شریف کې داسې راځي: ژباړه: له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د عالم فضیلت په عبادت کوونکي باندې داسې دی لکه زما فضیلت ستاسې په ادنی کس باندې . » بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بیشکه خدای جل جلاله او د هغه پرښتې او د اسمانونو او ځمکې اوسېدونکي حتی میږیان په سوري کې او حتی ماهيان د خلکو په ښوونکي درود وايي. ترمذي روایت کړی ، او حسن یې بللی دی.
دې ته ورته ډیر فضائل او بهتري لري چې په همدې پورتنیو څو جملو بسنه کوم .

سیدیحی (عمر)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *