افغانستان

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله: محاكم دې د ماليې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي

د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالى د ١٤٤٥/٥/٢٠ هـ ق نېټې په (٢٥٧٦) ګنـه حکم کې د هېواد محاکمو ته حکم کړی، چې د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعاتو ته دې لومړیتوب ورکړي.
په یاد حکم کې راغلي: (د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعګانو ته په خپلو کارونو کې اولویت ورکړئ او آینده دې د دوی موضوعګانې ابتدائيه محکمې په شلو ۲۰ ورځو کې، مرافعه محکمې په پنځلسو ١٥ ورځو کې او تميز دې په یوه میاشت کې
ترسره کړي).

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *