افغانستان

عامې روغتیا وزارت ۵۰ ټنه بې کیفیته درمل له منځه وړي

عامي روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري ۵۰ ټنه راټول شوي بې کیفیته او تاریخ تېره درمل یې له منځه وړي دي. یاد وزارت ویلي، دغه اندازه درمل د روغتیایي قوانینو د بررسۍ ټيم او د اړوندو ادارو استازو په ګډه د دوام دارو څارنو په پایله کې د یاد ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو له درملیزو تاسیساتو څخه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال راټول کړي دي. دغه اندازه درمل وروسته له هغې راټول او سوځول کېږي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېوادوالو د ژوند ژغورلو په موخه په بازارونو کې د تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي، غیر خوراکي او درملو په اړه په پراخه کچه کمپاین دوام لري، چې په ترڅ کې یې په سلګونو ټنه بې کیفیته او تاریخ تیره خوراکي توکي راټول شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button