افغانستان

عاکف مهاجر : ټول کوډګر به له نیولو وروسته محکمې ته ور وپېژندل شي

د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي، په هېواد کې یو شمېر خلکو کوډې او جادو د ځان لپاره کاروبار او سوداګري ګڼلې او په دې توګه یې په کورنیو کې بې اتفاقي رامنځته کړې ده.د مهاجر په خبره، په ټول هېواد کې اړوندو مسوولینو ته امر کړی چې کوډګر ونیسي او محکمې ته یې ور وپېژني. نوموړي زیاته کړې، تعویذ او دم په اسلام کې منع نه دي، خو یو شمېر خلک له دې ناوړه ګټه اخلي او په دې توګه ان د خلکو د کاروبار په پیکه کولو هم کوډې کوي، چې په بدل کې یې په زیاته اندازه پیسې تر لاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *