مقالی اوتبصرې

عدالت او انصاف د دولت د ټینګښت او بقاء لامل کېږي!

لومړۍ برخه   –    م.حماد-شیرزاد

د حکومتونو بنیاد او اساس چې قوت او ټینګښت مومي، د عدالت او انصاف په تأمین سره، هغه دولتونه او حکومتونه چې عدالت او انصاف یې خپل منهج او منشور ګرځولی وي، تل د کامیابۍ پر لاره رهي او ګړندی مزل کوي، د خلفاء راشدینو د حکومت پر وخت رعیت تل د انصاف او عدالت له ستر نعمت څخه برخمن شوی، هغوی د لوی او واړه مسلمان ټولو سره یو شان چلند کاوه، د چا د لوی والي، ثروت والي او پر دولتي چوکۍ د وظیفې له امله ورسره توپېري چلند نه کېده، هر چاته د عدالت پر سترګه کتل کېدل، که یو چا به د امیرالمؤمنین او یا هم د خلافت د یو والي په اړه شکایت درلود؛ نو خبره به یې اورېدل کېده او د عدالت تأمین او انصاف فیصله به هر چاته د منلو وړ وه، همدا لامل و، چې کارونه درست او رعیت هم پر سمه لاره روان وو.

د راشده خلیفه ګانو د خلافتونو پر  مهال بېلابېلې داسې پېښې راغلي چې هغې کې یو ادنی شخص د امیرالمؤمنین او یا هم د کوم لوی دولتي چارواکي په اړه محکمې ته شکایت کړی، سمدلاسه شکایت اورېدل شوی او د حق فیصله شوې، د چا د دولتي وظیفې او یا هم لوړوالي له امله د بل حق نه دی خوړل شوی او نه هم ضایعه شوی، بلکې د خلافت لویو لویو والیانو ته سزاء ورکړل شوې او د عدل او انصاف حکومت دوام موندلی.

د عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت دوره وه، ټول والیان او د وخت قاضیان هم بلل شوي وو، په عمومي مجلس کې ولاړ شو او وینا یې وکړه، په وروستیو کې یې په لوړ آواز وویل: که څوک زما او یا هم زما د والیانو په اړه کوم شکایت لري، نو پاڅئ او همدلته یې بیان کړئ، تر څو حق درته ورسېږي، هماغه و چې یو شخص ودرېد؛ او ویې ویل چې ستا والي عمرو بن العاص زه ناحقه وهلی یم، شکایت واورېدل شو، قاضي ناست و، معلومه شوه،چې سړی په حقه دی او د خپل ځان بدله اخیستلی شي او اجازه ورکړل شوه،که څه هم عمرو بن العاص، عمر فاروق رض ته وویل چې د حاکمانو پر وړاندې د یادې لارې پرانیسته مه کوه، بیا به حاکمان بې زړه شي، خو عمر رضي الله عنه وویل چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی چې بدله یې خلکو ته ورپوره کړې، نو عمرو بن العاص رضي الله عنه سړی راضي کړ او د هر یوې دُرې په بدل کې یې دغه سړي ته تاوان ورکړ او د عدالت تأمین ترسره شو. د (امام ابو یوسف د کتاب الخراج پر حواله.)

راشده خلیفه ګانو او په خاص ډول عمر فاروق رض د خپل خلافت او حکومت پر مهال د یو ویښته برابر هم له عدل او انصاف نه دی تېر شوی، مالدار، غریب، دولتي او ولسي خلک ورته بې تفاوته وو، تر دې چې خپل ځان یې په خپله محکمې ته سپارلی او د عدل د فیصلې متقاضي او غوښتونکی شوی، چې له امله یې د اسلام دائره او ولکه ورځ تر بلې پراخېدله، خلکو اسلام له زړه منلو، د نورو له جبر او ظلم به یې د اسلام او اسلامي نظام عدل او انصاف ته پناه وړله، تر دې چې کافران/ ذمیان هم د راشده خلیفه ګانو د حکومت په دوره کې په ارام او سکون سره اوسېدل او د خوښۍ احساس یې کولو او د همدې عدل او انصاف له امله زیاترو ایمان راوړ او د تل لپاره د دې پاک صف لارویان شول. د عمر رضي الله عنه د خلافت پر مهال د نوموړي د عدالت دا کیسه هم ډېره مشهوره او په صحي روایتونو رارسېدلی، چې مسلمانانو ته يو ځل د غنيمت مال لاس ته ورغلو، د محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم بي بي او د عمر فاروق رض لور ام المؤمنين حفصه رضي الله عنها د خپل پلار حضور ته ورغله او ويې ويل: په دغه مال کې زما چې څه حق وي هغه راکړه، عمر فاروق رضي الله عنه ورته وویل:لورجانې! ته زما په خاص مال کې حق لرې، خو دا د غنيمت مال دي، ته غواړې چې خپل پلار په مغالطه کې واچوې، هماغه و،چې حفصه رضي الله عنها حيرانه شوه او له خپل ځای پاڅېده او کورته لاړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button