
نړۍ
عراق کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
عراق کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون د عراق صلاحالدین ولایت په شمال کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې په یاده پېښه کې ډیری مړه شوي کسان د ایران اوسېدونکي وو.د راپورونو له مخې، د یادې پېښې ټپیان په سختو شرایطو کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.