نړۍ

«عربي هېوادو کې ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي»

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنيو چارو کمیټې له خوا د جوړې شوې غونډې هدف له هیواده د باندې تلونکو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ارزونه وه. د پاکستان حکومت د مهاجرت او له هیواده بهر د اشتغال ادارې د ارقامو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ زره پاکستانیان د کار په خاطر له هیواده وتلي دي. په دوی کې ۴۰ سلنه مسلکي او ۴۲ سلنه غیر مسلکي کارګر شامل دي.له دې ډلې ۴۷ سلنه یې سعودي عربستان ته او څه ناڅه ۲۵ سلنه یې عربي اماراتو ته تللي دي او پاتې بیا نورو خلیجي هیوادونو ته تللي دي.
سوالگر زیاتره د عمرې یا سیاحت پر ویزې عربي هیوادونو ته ځي او په زیارتونو کې سوال کوي.له وړاندې په متحده عربي اماراتو کې په ۲۰۱۷م کال کې په «دي نیشنل» ورځپاڼه کې د «په رمضان میاشت کې په عمان او یمن کې د پاکستاني سوالګرو ټولګې» تر سرلیک لاندې یو رپوټ خپور شوی و. د دې رپوټ پر بنسټ «د روژې په میاشت کې یو شمیر پاکستانیان د ګوادر له لارې عمان او یمن ته تر رسیدو وروسته خیرات غواړي. دا سوداګر نه یوازې د جوماتونو په دروازو کې، بلکې کور په کور ځي او سوال کوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *