افغانستان

عینک کې تر 10 زرو زیات پخواني اثار موندل شوي

د مس عینک کان له تثبیتېدو راهیسې تر ۱۰ زرو زیات لرغوني اثار موندل شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې اثارو کې د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلي دورې شاملې دي. د دغه وزارت ویاند وایي، دغه اثار د مس عینک کان له تثبیتیدو راهیسې ترلاسه شوي چې یو شمېر یې ملي موزیم ته لیږدول شوي او ځینې نور یې چې د لیږد وړ نه دي په هماغه ځای کې ترې ساتنه کیږي. بل لور ته د ملي موزیم مرستیال وايي، په وروستي یو کال کې دغه موزیم ته د مس عینک څه باندې څلور سوه تاریخي او لرغوني آثار لیږدول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button