ټولنه اوکلتور

غازي عجب خان اپريدی څوک و ؟ 

عجب خان اپریدی د غلام حیدر خان اپريدي زوی ، په ۱۸۷۶ م د پښتونخوا  کوهاټ د ادم خېلو دره کې زوکړی و . په ۱۹۱۹ م کال یې د  انګرېزانو  په پوځ  برید وکړ نو ۱۲۵توپک، ۱۵ تورې او ۸ دوربینونه يې غنیمت او ولجه کړل. د نولسمې پیړۍ په سر کې انګرېزانو د هند په نیمه وچه ولکه ټینګ کړه،نو د ډیورنډ توره کرښه ۱۸۹۳ م یې لاسلیک کړه، چې د افغانستان خاورې ډېره برخه جلا کړل شوه. د ډېورنډ د کرغېړن تړون لا درې لسېزې نه وې تېرې، چې انګرېزانو پر ټولو پښتنو په تېره بیا پر قبایلي خلکو سخت ظلمونه پیل کړل . له نېکه مرغه پښتنو هم په ډېره مېړانه خپله ویاړلې مبارزه روانه وساتله .

 د انګرېزانو خلاف په دغو مجاهدینو او مبارزینو کې یو هم عجب خان اپریدی و،چې د انګرېزانو پر خلاف یې وینه په ځوښ راغله او د ۱۹۲۳ م کال د اپریل په څوارلسمه اپریدي ځوانان د عجب خان اپریدي تر مشرۍ لاندې چې د ده ورور شهزاده خان هم ورسره ملګری و د کوهاټ د انګرېزانو د پوځي چوڼۍ افسر  ایلیس پر کور برید وکړ ، د هغه۱۷ کلنه لور میس مولي ایلیس یې د تیراه سیمې ته وتښتوله.

 دا خبر ډیر ژرخپور او دبرېتانوي هند وایسرا ته په ډیلي کې ورسید او هغه سمدستي دهغه مهال دصوبه سرحد يعنې اوسنی خیبر پښتونخوا انګرېزي کمیشنر سرجان مافي ته ولیکل،چې د دغې پېښې اړوند سمدلاسه ګامونه واخلي او میس مولي ایلیس د عجب خان اپریدي له منګولو خلاصه کړي .

دپښتونخوا انګرېزي کمېشنر د دغه کار لپاره زمان خان دخیبر دسیمې قومي مشر،خان بهادرقلي خان د کورمې پولیتیکل ایجینټ،لیلین سټار دپیښور د(میشن روغتون) د نرسانو مشره وړ او مناسب وبلل،دوی له مشورو وروسته له پېښوره خيل ماموریت شروع کړ ،چې د میس مولي ایلیس پته ولګوي . دا کار په خپل ذات کې یو سخت او ګران کار و ،ځکه پښتنو له انګرېزانو ژوره کرکه درلودله او د پښتنو قبایلي سیمو ته د هغوی تګ او هغه هم دیوې انګرېزې مېرمنې دلټون لپاره ګران و. لیلین سټار لومړی د نیرانزې درې ته او بیا له هغه ځایه هنګو ته لاړه او تر ۹۰ میله واټنه وروسته یې ځان د شینوارو په نامه کلاته ورساوه. همداراز د کربوغې د ملا زوی ملا عبدالحق هم ورسره مرسته کوله .دوی د۱۹۲۳ م کال داپریل په ۲۱ مه د خانکي درې ته لاړل او د ملا محمد اخوندزاده کورته یې ځانونه ورسول ، خو ملا محمد اخوندزاده چې یو روحاني و او خلکو ورته په درنه سترګه کتل په دې خبره سخت خواشینی شو ،خو لیلین سټار ورته پیغام ولېږه چې خیر دی زه به د عظیم الله کره واوسم.ویل کیږي چې د کورمې درې پو لیټیکل اجینټ قلي خان له ملا محمد اخونزاده  د میس مولي ایلیس د پتې اړوند وپوښتل، خو ملا اخوندزاده ترې انکار وکړ  . وروسته قلي خان داپریل په ۲۰ مه له عجب خان اپریدي سره ولیدل او عجب خان هم خپل درې شرطونه انګرېزي حکومت ته وړاندې کړل او ورته یې وویل،چې مس مولي ایلیس به د دې شرطونو په بدل کې درخوشی کوم.
قلي خان انګرېزي واکمنو ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې انګرېزانو ته دعجب خان اپریدي شرطونه ولیکل .

میس مولي ایلیس داپریل له ۱۴ تر ۲۳ پورې له عجب خان اپریدي سره وه. په دغو ورځو کې عجب خان اپریدي د پښتونولۍ په حساب هغې ته د خور په سترګه کتل . دا په داسې حال کې وتښتوله شوه چې دخوب جامې یې پر تن کې وې .عجب خان اپریدي ورته په لاره کې د نارینه وو کالي او څپلۍ ورکړې .په هغه ځای کې چې دا اوسېدله نو د ده د کورنۍ مېرمنې ورسره وې او د هغې خدمت به یې کاوه .د بېرته ورسپارلو په مهال یې پښتنې جامې د ډالۍ په توګه ورکړې .هیچا هم د هغې عزت ته په بده  سترګه ونه کتل،

 د عجب خان اپریدي له شرائطو پوره کېدو وروسته يې په ډېر درنښت او عزت میس مولی ایلیس  د۱۹۲۳ م کال د اپریل په ۲۳مه  پرېښود .

میس ایلیس چې کله ۷۷ کلنه وه په ۱۹۸۳م کال له انګلستانه کوهاټ ته راغله ،د هغه ځای خلکو یې ښه مېلمه پالنه وکړه. اپریدی شینواریو ته لاړ هلته یې د انګرېزانو خلاف جهاد پیل کړ ، په هغو یې رڼا ورځ تیاره کړه. د وخت افغاني حکومت نوموړی مزار شریف ته واستاوه او په ښه ډول بدرګه شو.(امیر دوست محمدخان خپل زوی وزیرمحمد اکبر خان؛چې له انګرېزانو سره یې خورا زیاته دښمني درلوده، مزارشریف ته ولېږه، څو د غدارو انګرېزانو له لوري په زهري پیچکارۍ شهید شو) .   انګرېزانو د غازي عجب خان اپریدي د سر قېمت (۳۰۰۰)کرنسۍ ټاکلی و. خو الهي پرېکړې بل قسم وې، هماغه و، چې د انګرېزانو ستر دښمن عجب خان هم په ۱۹۶۱م کال جولای کې وفات او مزار شریف کې خاورو ته وسپارل شو.

محمدعلي عظمت

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button