مقالی اوتبصرې

غربيان ولې زموږ ځوانانو ته پنا ورکوي؟

حسان مجاهد
کله چې دتبوک له غزا څخه درې تنه صحابۀ کرام؛ کعب بن مالک، هلال بن أميه او مراره بن ربيع (رضی الله تعالی عنهم) پرته له کوم عذر څخه پاتې شوه؛ نو هغه مهال يو نصراني باچا چې غسان نومیده؛ کعب بن مالک ته يو ليک وليږه چې په کې ليکل شوي و « زه خبر شوم چې تاسره خپل ملګري (رسول الله صلی الله عليه وسلم) جفا کړې ده…. ته موږ ته راشه او موږ به ستا ډیر عزت وکړو او وبه دي نازوو» خو کعب (رض) د غسان باچا په دسیسه ښه پوه شو او هغه ليک يې وسوځوه.
دلته بايد تم شو اوفکر وکړو چې ولي يو کافر باچا ځوان صحابي ته د خواخوږۍ او غمرازۍ بلنليک ليږي او دوه تنه په عمر پاخه او زاړه صحابو کرام مراره او هلال (رضی الله تعالی عنهما) ته دکوم وړانديز ليک نه ليږي؟!
دکفارو دا ډول دسیسې نن ورځ هم روانې دي، په اسلامي ټولنو کې په دین مستقيم ځوانان او پيغلې له مختلفو لارو په مختلفو بهانو غرب ته تشويقوي لکه: له زده کړو او پرمختګه پاتي کيدل، بې کاري، اقتصادي ستونزې، د بشري حقوقو نه خوندیتوب او داسې نور….
په پايله کې يې داسلامي ټولنو ځوان نسلونه دغرب تهذيب او تمدن خپل کړي، دخپل دين (اسلام) او اسلامي تهذيب پر خلاف دښمني پيل کړي، د باطل لارویان او دحق دښمنان وګرځي، کفر ته يې تر اسلام ګټه ډیره رسیږي او په راتلونکي کې همدغه دغرب روزلي کسان بیا په اسلامي نړۍ حاکمان جوړيږي.
نن که له يوې خوا حکومت ته دغه مسؤليت راجع کيږي، چې دځوان نسل دکار او تعليم غم وخوري او امکانات ورته برابر کړي؛ داشان باید ځوان نسل هم دکعب بن مالک (رض) په څېر دکفارو په خوږو او تير ايستونکو خبرو دوکه نه شي، دوی بايد له خپل هېواده بهر لاړ نه شي او په خپل هيواد کې خپل مسلمان ولس ته خدمت ترسره کړي؛ ځکه کفار دمسلمانانو په هيڅ صورت کې نه شي دوستان کيدلای، هغه کسان چې له هيواده بهر اېستل شوي دي؛ له ډول ډول ستونزو څخه شپه او ورځ کړيږي، چې ښه بېلګه یې د دوبۍ په کیمپونو کې ميشت افغانان
دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *