دینې لیکنې

غرناطه؛ د دې دنیا جنت!

د شلير پۀ ننداره وم، پۀ غوږو کې مې د إبن فرکون د شعرونو زمزمې وې، ښکلې واورينې هوا او د الحمراء وږمو جنتي کيف برابر کړی و. سيرانيفادا د واورو څادر اغوستی و. د تېر (ماضي) زرين يادونه وو، ماحول زمونږ وو خو مونږ نۀ وو، د لومړي محمد بن يوسف شعار ژوندی وو خو محمد نۀ وو، د البيازين کوڅه ډکه وه، څو بوډاګان امساء پر لاس روان وو، هغه لاره چې د ابن الخطيب مسجد ته تلې وه، لاره هماغسې وه خو مسجد نۀ وو، د کليسا نغارې وکړنګېدلې، د مولای حسن لۀ څوکو بيرته انګازه واپس شوه، زما پۀ څېر د شلير واورينې څوکې هم خفه وې، د جبر غږ وو ګنې لدې څوکې خو اتۀ پېړۍ د اذان انګازې راتللې. د سهار اذانونه راياد شول، ورکې شوې سجدې مې خيال ته راغلې، د فتحو نغارې نۀ کړنګېدلې، د الحمراء روح هم خفه وو.

ترڅنګ مې يو بوډا روان وو، د خزان شوي امت داستان يې پيل کړی وو. موريان (مسلمانان) پۀ لوړو مئين وو. لومړي محمد دا کلا اباده کړه. کلونه کلونه دلته اذانونه وو، د فتحو نغارې وې، کوڅې پر مشعلونو روښانه وې، دوي به د رب عبادت ته تلل، هو اتۀ پېړۍ کمه موده نده، دا چې نن يې پۀ لوړو کلاګانې او شعارونه ننداره کوو، هغه مهال دوی همدومره هسک وو. د تورو لۀ خرپ يې قسطلې امان غوښت، د اسونو ترپا يې شلير لړځاوۀ او کښتيو ته يې د مديترانې توپانونو هم څۀ نشو ويلی.

ما د لسان الدين ابن الخطيب پۀ کرښو (الإحاطة في أخبار غرناطة) ځان مصروف کړ، چا ترې وپوښتل: غرناطه کۀ لنډه راوپېژنې؟! ويې ويل: د دې دنيا جنت دی.

سړی ولې جنت پرېږدي؟! مورسکوز خو د غنم دانه هم نۀ وه خوړلې چې لۀ دې جنته وويستلی شول؟! د تاريخ پاڼو ځواب راکړ، د غنم دانه يوه کوچنۍ فتنه (امتحان) وو ستا قوم دين ته شا کړه، لۀ دين ورته يوازې شعارونه پاتې وو، هيلې يې د کعبې د رب پر ځای د نورو پسې وتړلې، د فتحو نغارې يې خپ کړې، د اس شا يې پرېښوده او پر همغې اوبو لاهو شول لۀ کومو چې فاتحين راپورېوتلي وو.

سید اکرام سعيدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button