شعرونه

غزل تکل

زه لګـــــيا یمه، دنــــنه زړه ګنـــــــــډمه

زه لګـــــيا یمه، دنــــنه زړه ګنـــــــــډمه
خدای دي نه ماتوي ســــتنه زړه ګنــډمه
ما چې ستا د بیلتانه غشـــــــی خـــوړلی
له هغې ورځــــي تر ننه زړه ګــــــــنډمه
د زړه سره ســــــتا ديدن ته لاره پاتـــــــه
اوس کولای نشم ژمـــــــنه زړه ګـنډمه
په یتيم دي اوس د ميني کتــــاب لولم
اوس دي خٙير دی دښـــمنه! زړه ګنډمه
یو ارمــــان دی، بې وارثه مــجاهد دی
راته پروت دی بې کفنه زړه ګنـــــډمه
د قاتل ښامار غاښونه مي دي ويــستي
پرې له شامه تر یمــــــــــنه زړه ګنډمه
ستا ځواب ته لا فارغ نه يم مصروف يم
له ما مه کـــــــوه پوښتنه زړه ګنـــډمه
یو فقیر یم د شعيب کلي ته څیــــرمه
لاندي ناست یمه تر ونه زړه ګنـــډمه
‏زه په بل زړه باندي داسي مهربان يـم
خپل قاتل ته په بښـــــــنه زړه ګنډمه
مخه ښه ده، ماشوماني سلګۍ ژاړي
نه پريږدي د زړه لمنه زړه ګــــــنډمه
د غرمو، د تکل تږی اسماعـــيل يې
په زمزمو دي وطـــــنه زړه ګـــنډمه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close