شعرونه

غزل  / محسن احسان

سـتــرګي مـــي نه ویني او نه مي مني زړه خبره راســـره کــــــړې ده پخــه ســتا بیـــلتانه خبره

سـتــرګي مـــي نه ویني او نه مي مني زړه خبره

راســـره کــــــړې ده پخــه ســتا بیـــلتانه خبره

ستا پردیسۍ کـــړمه په زړه باندې بیــــمار لالیه

ووایـــه دومــره ســـره ورک شولو  په څـه خبره

چي ستا پر شونډو را برسیره شي جملي د میني

ګــــوره مـــتل دی یوه وي د پښــتانه خبــــره

ماشوم زړګی مي شــو پرهر د رغیــــدلو نه دی

چي راته کیـــږي یا د تـــور او یا د سره خبــــره

څه خړ ګردونه دي د غم راباندې ګرځي مــدام

هواره نه شــوه زما او ســـتا د وران کاله خبــــره

بیا ځل راځه خــوله کي دي واړوه د میني خندا

محسن احـــسانه لـــه زړه وباســه د نه خبــــره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *