شعرونه

غزل مفتون

مــات را مــات شـمـه ورانـېــږمه را لــوېږم غــم دې دروند دی چې ودرېږمه را لــوېـږم

مــات را مــات شـمـه ورانـېــږمه را لــوېږم
غــم دې دروند دی چې ودرېږمه را لــوېـږم
زمــانې ســـتا د اوربــل پـــه ول کې ګل يم
په ورو ورو را مــړاوى کېـــږمه را لـــوېـــږم
ميـــنـتـوب خــو د ديــوال په ســر مـزل دى
هــــر قدم ســــره يـــرېــږمـه را لـــوېـــږم
عشقه ورک شه مړه زه خو دې ماشـــوم کړم
ډک محفل کــې ویـدۀ کـېږمـه را لـوېـــږم
هسې غــر يم د طـــوفــان لــه وسـه تېر يم
خو چې سـتا تر مخ تېــرېـږمـه را لـــوېـــږم
عجيبه ده ته چــې خــانـــدې رامــاتـېـــږې
زه چې کلــــه هـم ژړېـــږمـــه را لــوېـــږم
سپين شاهين يمه خو ښى وزر مې مات دى
لـــــرې تــــلاى نــه شـم پوهېږمـه را لوېږم
زه مفتون د بې خـــاونـــده کـــور په څېر يم
غمــخـــور نــۀ لــــرم نړېږمـه را لـــوېـــږم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close