
شعرونه
غزل
سالمزی
تورمي تور مخي سره مي سرو وینو کې رنگ وشړل
په متین عزم سپینه توره مي په جنگ وشړل
ما استکبار د جهاني ته امتحان ورکړي
څه په تورخم څه مي په تړو د سالنگ وشړل
که په میوند کې شهید نشوې د ملالې احساس
تو رزنو پیغلو مي فوځونه د فرنگ وشړل
اوس مي دا خپله لیلا بیا سینګاروم پخپله
ټول غمازان مي گرد چاپیره له پالنګ وشړل
اسیر ژوندون د غلامۍ حلقې زه کله منم
د بل بړیڅي مي یوه غږیوغورځنګ وشړل
تاریخ شاهد دی اعتراف پري هر دښمن کړی دی
استعمار گرمي سالمزیه رنگارنگ وشړل