ادبشعرونه

غزل

جهادي عمري

تا د غره اړخ کې لګولې ده نښان هنداره

غلیم دې ولي په زړګي کې د ایمان هنداره

چې د حالاتو رُخ بدل کړي، نشته هاغه زلمي

چې له چارګام آس نه یې ویشته په کمان هنداره

ځو تر سبا پر پلو د هغو ځمکنیو ستورو

چې په تیارو کې یې آسمان و د کاروان هنداره

نن خو مسلم ځان په کافره آینه کې ګوري

بایده خو دا،چې د مسلم وي مسلمان هنداره

اې د توحید ملته! خدایېږو څو قلم لرمه

تل د سعید شعر به وي، ستا د آرمان هنداره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button