ادبشعرونه

غزل

 

ارواښاد کاظم خان شيدا

الهي د محبت درد و فغان را

په معصوم کنار د نور غوندې جانان را

چې مژګان مې د جوهر حکم پیدا کا

هر نفس لکه مرآت حيران چشمان را

ما له درده د غنچې په شان ویده کړه

و پهلو ته مې بستر د خارستان را

چې خپل برګ په آب د چرخ نه کړم سرسبزه

د همت علو په شان د کهکشان را

چې کباب یې په ګرمۍ زما جګر شي

د لاله غوندې په جام می جوشان را

چې خالي نه وي یو دم له جوش خو نه

زخمي زړه لکه غنچه په تېز پیکان را

ما شيدا کړه د یثرب له جارو کښو

و تدفین ته مې خاک د پاک آستان را

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button