شعرونه

غزل

خوب کې سکون و پوره نه شو د ادې په غېږ کې

پــرون مې ولید ګل جـسد د جــنازې په غـېږ کې

د شپې تیاره ستا د چــشمانو شـوبیني ځــلاوې

څومره ژړلي دي ستا سترګو ته ډېوې په غېږ کې

له ځان یې تاو کړمه او ښکل یې کړمه جار یې شمه

څومره خواږه توري لیکلي د جنډې په غېږ کې

په ګناه بار یم ستا تر در پــــورې راغلــــی یمه

د ژوند وروستۍ مې کړه خالقه د سجدې په غېږ کې

بلــها کارونه له تقـــدیر ســره تړلــي ګـــــوره

ملامــتیا نه وه مفتونه د هـــغې په غېږ کـــې

مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button