شعرونه

غزل

نه ؤم راغلمه روان یم بېرته ځم

یو سیل بین ددې جهان یې بېرته ځم

د خالق د تخلیقاتو ننداره کړم

زه یې کړنو ته حیران یم بېرته ځم

له وخت وروسته مخکې والی په کې نه شته

مطمئن په دې فرمان یم بېرته ځم

څه ګلونه د خوشبو دلته کرمه

نامعلوم وخت له باغبان یم بېرته ځم

خپل ایمان او ګُمان دواړه پخومه

پسې ګرځم سر ګردان یم بېرته ځم

صاحبزاده په زمانه کله بوج کېږي

چاته بد که چاته ګران یم بېرته ځم

محمد شعیب صاحبزاده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button