
انس حقاني
شور د خاموشۍ مې د جهان له سترګو خــوب وړی
حسن او ځوانۍ مې د جانان له سترګو خـــوب وړی
زما په بېلتانه کې یې سـړې اوښکې توی شـــوي دي
خړې ملنګۍ مې د اسـمان له سترګو خـــــوب وړی
کاشکي په دي پوه شې د کنعان اولاد چـــــې امن یم
دری پوړه کښتۍ مي د طوفان له سترګو خوب وړی
لټ په لټ د ژوند په کټ کـــې اوړي په یو بل لوري
راز د عاشقۍ مـــې د ارمان له ســترګو خــوب وړی
لویو توپانونو، زلـــزلو له خـــوبه ویـــښ نکــــــړم
ستا یوې سلګۍ مې، څه اسان له سترګو خوب وړی
زړه د انس مـــــوم شو، نن یې یار ته داســـــې وویل
مینې لیونۍ مــــې، په ایمان له ســـترګو خوب وړی