شعرونه

غزل

نه د رڼا شور کوي او نه هم اخلي سا مړ وي
راشه د ژوندون څراغ مې دغسې بې تا مړ وي
څو چې ستا د وصل د سپرلي شمال راځي دلته
منځ کې د یادونو د ګلپاڼو به بورا مړ وي
ته یې کتابونه کله هم د سترګو نه لولې
ستا په مخ کې خود سړی دلبره له حیاء مړ وي
نه یې دی لیدلی بیا د ژوند د ښکلاګانو رنګ
څوک چې غورځېدلی له ګړنګه د هواء مړ وي
مینه ور کړه دې سړي ته، زده یې کړه له دې سړي
دا سړی به بیا نه وي او دا سړی به بیا مړ وي
خپل د وطن خاوره وي، له شا په خپل امام پسې
خوند کړي چي سجده کې سړی وسپاري اروا مړ وي
وخت ناوخت ساده خبره لږ شاعرانه وکړي
خدای که محمودي د وخت د ښکلو په ادا مړ وي

محمودي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close