
شعرونه
غزل
بوی راځي د مشک او د عنبرو په دې لاره
تخم د سرو وینو مو کرلی دی بهاره
راشه بیا له سره د غیرت کلمه ووایه
ای د غلامۍ په ځنځیرونو کې ایساره
ګرځي هره خوا د ارتداد او د الحاد لیوان
ولې یې بیل شوی د اسلافو له کتاره
څنګه به د وخت د طوفانو مقابله وکړي
خښتې د افکارو دې کږې ښکاري معماره
لار د ترکستان ده او کعبې ته نه رسیږي
غوږ شه د غربي تهذیب په جام باندې خماره
عزم، توکّل غواړي، د سرو وینو خیرات غواړي
نه راځي راشده نصرتونه په تیاره
راشد کامران