
شعرونه
غزل
لکه کاروان په تورو شپو تيريږي
داسې مي اوښکې په ليمو تيريږي
زړګيه راز د مينې پټ وساته
خير دی که ژوند په اسويلو تيريږي
چې يو غريب شي بل ترې يار شي جدا
وايه چې څه به په هغو تيريړي
په ژوند به نه درځم چې ته خوشحاله يې
حمزه به مړ ستا په کوڅو تيريږي
____________________________
د مور مقام
سته د قدم لاندې جنت دې مورې
څومره خالص ستا محبت دې مورې
ځمه هر غم ته په خپل ځان تيروي
مينه خو ستا د خدای رحمت دی موری