شعرونه

غزل

که زموږ زور ټول خپل منځي اختلافات واخلي
اقصی به لات واخـلي، کـعبه به مو منات واخلي

د انسانيت ذکر د ښکلو طريقت کې نشته
سړی د چا دتورو سترګو فيوضات واخلي

برخې ازل کې وېشل شوي دي موسی مالوم دی
سل طور ته لاړ شي، مګر يو پکې تورات واخلي

د رسوماتو، بدعتونو ژوند مې نه خوښيږي
خوځکه نه مرمه چې خلک به مې سقاط واخلي

خلک له مېنې نه ماړه دي، ټول کاږه تيريږي
داسې څوک نشته چې زما دزړه خیرات واخلي

بسمله! فرض جهاد مو پرېښی دی، او خُمس نه لري
دپيغمبر لمسي مجبور دي چې زکات واخلي

بسمل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close