
شعرونه
غزل
پر زړه لرمه د زخمونو امېل
د پاکو پاکو ارمانونو امېل
د زړه په تل کې راسره دي مدام
د شهید یار د یادګارونو امېل
ځانګي را ځانګي مې د فکر ټال کې
د ورک جانان د تصویرونو امېل
د ژوند انځور مې د وطن انځور دی
راسره مل تل د غمونو امېل
د هجرانونو په کږدۍ کې اوسم
رمې رمې د تکلیفونو امېل
سلګۍ سلګۍ وهم یواځې یمه
تل بدرګه د فریادونو امېل
تپاند زُهاد د خپل قسمته ژاړم
راسره اوسي د دردونو امېل
تپاند زُهاد