شعرونه

غزل

د سیاسي رنځ په حماقت اخته دي
جنګـــسالاران په رذالت اخـــته دي

د وطن هیڅ پرمختګ نه شي زغمی
کیمپو کې میشت په ذلالت اخته دي

نن قـــوشتېپه ســـبا کــــونړ جوړوي
امــــارتیان په امـــــارت اخــــته دي

پاس د نـــړۍ تر بامـــه و رســـېدل
د هــــر یتیم په مـــرحمت اخته دي

د سیاسي جوړې عمق ته و رسـېدل
د سیاسي جوړې په وصلت اخته دي

د مفتون هر ارمـان به ژر پوره شــي
وروڼه یې ټول په صداقت اخته دي

ارسلا مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close