شعرونه

غزل

توبې توبې کاږي مؤمنو بې ایمانه نشو
مرګونه ډېر شوه چیرته مړه چې بی غفرانه نشو

پناه د خدای غواړی له سترو عذابونو څخه
فتنې را اوري اسیران چې په عصیانه نشو

چې خوله او زړه مو استغفار وایې په هره لحظه
رحم خالقه، ګیر په لومو د شیطانه نشو

د هیلو لمر به مو روښانه پر اسمان وي د ژوند
ګوره جانانه بې پرواه چې له وجدانه نشو

ګناه ګناه ده هر عمل، کلام او کړنې دژوندون
هسې بی برخي له رحمته د رحمانه نشو

حسان ضعیفه ځان کنټرول شرمنده چې نشې
چې ټيټې سترګې بیا په وړاندې د سبحانه نشو

حسان ضعيف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close