
غزل
سترګې مړې که مړ ضمیر که قیصه ختمه
سـرچـپه د خــوب تعبیر که قیصه ختمه
د اقصی په پار لاریون مثال به څه وي
د ورتـګ غـلـت مـسـیر کــه قیصه ختمه
نه نه داسې شریعت ولاکه خوند کړي
غـل قــاتـل غـدار اســیر که قیصه ختمه
که رښتیا غواړي د امن فضا جوړه
وچ پــه دار باندې شریر که قیصه ختمه
بـــــازاري رنــډۍ تــه ډاډ ورکــه د امـــن
نــورې هــم امــن پــزیـر که قیصه ختمه
پـه دنیا کې یو رواج ده ګرځیدلی
ښـه تـعـریف د بد خنزیر که قیصه ختمه
تـکـالـیف او ارمـانـونـه شـهیـدان ټـول
هیر که هیر د وخت ځنځیر که قیصه ختمه
مـجاهـد او ډلګۍ مشر دې په کور وي
یا تجـار یـا خـان وزیــر کــه قیصه ختمه
دمره اوږد بحث ته روزګاره خلک نه یو
داستـانـونـه دې تقــصیر که قیصه ختمه
کـرامـته په رښتیا کې دروغ رښتیا کړه
دا قـیـصـه سـره تـحریر که قیصه ختمه
کرامت الله