ادبشعرونه

غزل

باید ټولې کرکې وباسم له زړه نه
باید وخت په خپل ورغوي کې را ټول کړم
له خوږو خوږو شېبو یې
جوړ د مینې سور غاټول کړم
او ترخه یې
د خپل صبر او خندا د سیند څپو ته
د کبانو په څېرو کې ور ګوزار کړم
چې لامبو ووهي لاړ شي
د خوږو اوبو په تل کې ځان پناه کړي
+++
باید ټول کرکې وباسم له زړه نه
باید نور په لویو لارو او بامونو
د مرغیو او کوترو انډیوال شم
چې بې وېرې مخته راشي
په لاسونو او اوږو باندې مې کیني
د ځنګل او غره کیسې راته بیان کړي
+++
باید ټولې کرکې وباسم له زړه نه
او د ښار د کوڅو سپي هم
رانه لارې چپې نه کړي
هوسۍ راشي او ګردونه د جامو مې
په سپږمو تر سږو تېر کړي
په مستۍ شي، په خندا شي
په کوڅو کې ماشومان راته موسکي وي
د سلام او ستړي مه شي ډالۍ راکړي
+++
باید ټولې کرکې وباسم له زړه نه
او په لارو چې تېرېږم
نو د ونو له شنو څانګو
نور یوه څانګه هم پرې نه کړم
یو ګلاب هم
نور د خپلې مور له غېږې
خپلو ګوتو کې له ځان سره یو نه سم
باید باید باید
هره ورځ مینه لیکونه
ټول خواږه خواږه لفظونه
خپل استازي کړم چې لاړ شي
له یوې بلې نامريي ښایسته دنیا نه
درناوي او مینه راوړي

استاد ګل رحمان رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close