ادبشعرونه

غزل

ځان مې لیدلی دی اینې ماته دروغ مه وایه
نه یم اتل د زمانې ماته دروغ مه وایه

له کسي راغلې که د طور له پرتمينې تیارې
زما په زړه بلې لمبې ماته دروغ مه وایه

ځم، جړې زلفې سموم د لاشعور د پېغلې
خوبه راځې که نه راځې ماته دروغ مه وایه

بیا بیا په خوب کې سمندر وینم او ماته بېړۍ
لالا مې نه راځي ادې ماته دروغ مه وایه

اوس دې جذبې هغه سکون هغه شدت نه لري
د زړه په زور مې یادوې ماته دروغ مه وایه

د رحماني د غزل توري به دې ستوري نه شي
د چا له زلفو جوړې شپې ماته دروغ مه وایه

ګل رحمن رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close