شعرونه

غزل

عقل یې خوار وي، بصیرت یې هم څاروان نه لري
هغه چې وایي ازادي افغانستان نه لري

د چا د پلو په نښانونو یې قدم ایښی ده

داسې یو څوک شته چې هېڅ ډار له کوم طوفان نه لري
اوس مې دردونه د وطن د ټکور حال ته رسي
اوس د ظلمونو للمې هیلې د باران نه لري

د بړبوکۍ لمنې یوړل ټول اغزي له لارو
ښه پرې ډاډه ځه لارې خار د ګلستان نه لري

إسراء د شکر سجده وکړه سر په ځمکه کېږده
سوله قائمه شوه، وطن نورشهیدان نه لري.

اسراء سحر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close