ادبشعرونه

غزل

له هجر څخه کړې يې وه څکه ګرځېدله
کړانده په سپوږمۍ پسي دا ځمکه ګرځېدله

يو زړه په اوښکو دروند و، خو سپك کړی يې وای چاته؟
يوه ورېځ له بارانه څخه ډکه ګرځېدله

غرمه د هغې مور تنده چينه شوه د زمزم؟
تر منځ چې د صفا مروه، چټکه ګرځېدله

يو وخت و له بامونو مهاجرې وې کوترې
يو وخت و پر کلا به الوتکه ګرځېدله

شيبې د ژوندانه مې په خپل لاس باندې شمارلې
او ستنه د ساعت مې هر وخت ځکه ګرځېدله

تکل په طوافونو، په حرم کې لټوله
په حِل کې يوه هيله ورنه ورکه ګرځېدله

عبدالدیان تکل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close