ادبشعرونه

غزل

زه یو ستړی لاروی د یو کاروان یم
په واورینه شپه په اوښ پسې روان یم

چې د لمر په شغلو دواړه سره پټ شو
د یوې داسې شوخې ورځې په ارمان یم

د ګاونډ سلوک، سلوک د اسراییل دی
فلسطین یمه که خاوره د افغان یم

د اتوم بټۍ زما په وینو جوړې
زه لوېدلی اوښکه اوښکه یمه وران یم

د خپل ورور تندي ته تکه توره تیږه
پردۍ ګوتې ته غمی د بدخشان یم

خدایه ته مې کاروان واړوې په ګټه
دغه نیمه پېړۍ کېږي په تاوان یم

پیر محمد کاروان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *