شعرونه

غزل

خدایه لرې مې وطن کې زیاتی زور کړې
د دې بڼ ګلان مې ټول را ته سمسور کړې
د باروتو په لمبو کې ستي شوی
شین چمن راته هېواد کې هر یو لور کړې
دا خواره طوطیان بیا را ولې بوستان ته
مهاجر وروڼه مې بیا راته په کور کړې
چې غوټۍ د امیدونو مړاوې نه شي
ورک نابود په کې د جنګ او جګړو شور کړې
سالمزیه د وطن حیثیت د مور دی
چې هر څوک غواړي جنت خدمت د مور کړي

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close