شعرونه

غزل

په غږ یې عرش ولړزېده، دنیا خبره نه وه
له درد او څړیکو جوړه سانده وه، سندره نه وه

ما په هر څه او په هر چا باندې ضرور څه ویل
تا ته مې بې له خاموشۍ، بله خبره نه وه

د تواضع پګړۍ یې ولوېده له سره څخه
غرور خرابه کړه کنه داسې ککره نه وه

دردونو ویښ کړم، مینې نوی ژوند را وبښلو
شکر چې زړه و، په سینه کې مې ډبره نه وه

د زمانې غشي په زړه د انس نه لګېدل
د مور دعاء وه ترې چاپېره، بله زغره نه وه

انس حقاني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close