افغانستان

غزني ښاروالۍ د ښار ښکلا په موخه ۶ پروژې پلي کوي

په غزني ولایت کې د ښاروالۍ ریاست له لوري په ښار کې د اووه ميلیونه افغانیو په ارزښت د دوو چوکونو، دوو پارکونو، یوه پله او د یوه لمریزي برېښنا د سیستم کار پیل شو.د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه وایي؛ چې یاد ریاست غواړي تر څو د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ښار په مربوطاتو کې دوه چوکونه چې اوه میتره به لوړوالی ولري جوړ کړي، ترڅو ښار د ښکلا تر څنګ په دغه لویه لاره کې د ترافیکي پېښو او د ګڼه ګوڼي مخه ونیسي.نوموړي زیاته کړې؛ د ښاروالۍ ریاست له لوري غزني ښار کې دوه پارکونه د ۱۷ سوه میترو په اوږدوالي، یو د رود په سر ۴۵ میتره پلي تګ پل، او یوه د لمریزي برېښنا پروژه پلي کړي، چې په ټولو باندي مجموعي لګښت شاوخواه اوه میلیونه افغانۍ راځي.د غزني ښاروالۍ مسولین وایي، چې یادي شپږ پروژې به د یوې نیمي میاشتي په اږدو کې بشپړې او ګټي اخیستني ته وسپارل شي او لسګونو کسانو ته به په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *