افغانستاناقتصاد او رغونه

غزني کې د اوبو بند جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د زیرک په کلي کې د یوه منځني بند پروژې چارې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجنیر محمد نذیر سهار، د جاغوري ولسوال، امنیه قومندان او یو شمېر مشرانو په شتون کې پیل شوې.
یاد بند، د ۱۵ متره لوړوالي، ۹ متره پلنوالي او په لاندېنۍ برخه کې د ۲۲ متره په اوږدوالي سره جوړیږې، چې د ۹۳ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو، ۳ کیلو واټه برېښنا د تولید او د ۳۸۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري او ۳۸۵ کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد بند چارې د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د غزني سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *