اقتصاد او رغونه

غزني کې د زردالو بند تخنیکي چارې پیلېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې په یاد ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو په تړاو خبرې کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د زردالو بند تخنیکي مطالعات به په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت د انجنیرانو له لوري پیل او همدارنګه عملي چارې به یې په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د زردالو او زرسنګ بندونه د قره باغ ولسوالۍ د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، شاړو دښتو د زرغونتیا او د ځمکې لاندې اوبو سطحې د لوړولو لپاره مهم بلل کېږي، چې د یادې ولسوالۍ قومي مخورو تر دې وړاندې هم له حکومت څخه د دغو دوو بندونو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button