
غزني کې د مڼو حاصلات د پام وړ ډېر شوي
غزني کې یو شمېر بڼوال وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د نورو کلونو په نسبت د پام وړ ډېر شوي، خو د مناسب بازار او سړو خونو له نشتوالي شکايت کوي.دغه بڼوال که څه هم د خپلو باغونو حاصلاتو ته خوښ دي خو زیاتوي، ترلاسه کېدونکي عواید یې پر باغونو شوی لګښت هم نه پوره کوي.د غزني مرکز اړوند وزیراباد سیمې یو بڼوال محمدحسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال یې د مڼو حاصلات شاوخوا ۶ زره منه کېږي چې د تېرو کلونو په نسبت ډېر دي، خو بازار نشته.د هغه په خبره، تېر کال یو من جاپانۍ، سوپرګلډن، ریچیپ او رېډي مڼې تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېدې خو سږ کال له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورته نه پلورل کېږي.هغه وايي: «اوس د مڼو د راټولولو وخت دی؛ خو پېرېدونکي لږ دي، نو مجبور یو خپل حاصلات د دې لپاره په ټيټه بيه وپلورو چې خراب نه شي.»یو بل بڼوال رحمنالله وایي چې د مارکېټ او سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په کمه موده کې په لږه بیه پلوري.د هغه په خبره، حکومت بايد د ميوو د بيې د ټيټوالي په صورت کې د سړو خونو جوړولو کوښښ وکړي، څو د يو څه مودې لپاره مېوې وساتل شي.هغه زیاته کړه، کله چې سړې خونې وي، مېوې ساتل کېږي او د بازار له غوښتنې سره سم عرضه کېږي، بیا بڼوال او خلک نه زیانمنېږي.
د مڼو باغونه د غزني ښار په ګډون د دغه ولایت په خواجه عمري، خوګیاڼي، واغظ، ده یک، اندړ، قرهباغ، مقر، ګېلان، جاغوري، مالستان، اجرستان او نورو ولسوالیو کې موجود دي.