
غزني کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۶۵ زره او ۵۰ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالمنان اکرام وویل، چې دغه کانال د بنیاد صلح موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې ورسره به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي او هم به د غزني ښار د کشک، قلعه آزاد او قلعه قربان اوسېدونکي ترې ګټې واخلي.
ورته مهال په غزني کې د بنیاد صلح موسسې ولایتي مسوول انجنیر صبغت الله زبیر هم وویل، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به ۱۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې له دې وړاندې یې د ۷ زره جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لرله.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې چې چارې یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.