افغانستان

غزني کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

د غزني ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د کتاب دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.  د غزني ولایت د اطلاعاتو کلتور ريیس ملا حمیدالله نثار د دې نندارتون موخه د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل، د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي. ملا حمیدالله ویلي، په دغې دوه ورځني نندارتون کې د دولتي پوهنتونونو او کتاب پلورونکو په مرسته زرګونه جلده کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو کلتور ریاست هڅه کوي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبري په لارښوونه د دې ولایت ولسوالیو کې هم غني کتابتونونه جوړ کړي، ترڅو ځوانان په اساني سره مطالعې ته لاسرسی ولري. د یادولو ده، چې دې نندارتون کې کلتور، ادبیاتو، اجتماعي، سیاست، ښوونیز او اقتصادي کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button