افغانستان

غزني کې ۱۷۴ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې

شریعت: د غزني ولایت د کليو بيارغونې او پراختیا ریاست مسوولين وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق له لوري د دغه ولايت په واغظ ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو يوه شبکه جوړه شوه او ۱۷۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریيس وویل، د اوبو دغه شبکه د یونیسف په مالي جوړه شوې چې څلورنیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. نوموړي زياته کړه، د اوبو د دغې شبکې په جوړېدو سره د یادې ولسوالۍ ۱۷۴ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *