لیکنېمقالی اوتبصرې

غزه او په تاریخ کې يې درنښت لومړۍ برخه

غزه داوږده تاریخ لورده چې د زمانې بېلابېل اوښتونکي پړاوونه يې ليدلي ، ناپليون دآسیا په دروازې او د افریقا د ننوتلو په لارې نومولې ده .غزې له ټولو هغو بدو پښو سره چې پردې تېرې شوې خپل نوم او مزلت يې ساتلی دی. ډېرو پاچاهانو،یرغلګرو اولاچیانو سترګې ورته نیولې دي ، تاریخ پوه عارف العارف یې په خپل کتاب ( تاریخ غزه) کې داسې ستایي: غزه یوازې د تاریخونو او زمانو پیداورنه دی بلکې د تېرو شویو امتونو پاتې شوې لور ده، داسې کوم فاتح او یرغلګر به نه وي چې په کې ښکته شوی نه وي،چې پابه يې غزه لاندې کړې وي او یا به غزې رالاندې کړې وي.
دغزې نوم:
غزه د مدیترانې سمندر د فلسطین دساحل په جنوبي سیمه کې د ۳۶۵ کیلومترو په پراخوالي سره موقعیت لري. غزه د هغو حاصلخیزو ځمکو ترڅنګ چې د سینا له دښتې وروسته راځي د سمندر له سطحې ۴۵ متره لوړه په یوه هواره غونډۍ پرته ده چې له مصره د راتلونکو لپاره یو طبیعی دمه ځای دی همدارنګه د مصر او شام ترمنځ دتګ راتګ سرحد دی. دغزې نوم د هغو ځواکمنو پاچانو له لوري چې پرې واکمن ول څو ځلې بدل شو کنعانیانو هذاتي د عبراني ژبې ویونکو غزه او پارسیانو هازاتو بلله پخواینو مصریانو په غاداتو نومولې وه. د یونان په لوی قاموس کې ایوني بلل شوې ترکان يې غزه اوانګریزان يې ګازا بولي، عرب مسلمانان يې غزه یا غزه هاشم بولي عربو کې د غزې نوم له هاشم بن عبدمناف سره تړلی چې هلته مړشوی. نوموړي د ۵۲۴ م کال شاوخوا کې له خپلو سوداګریزو مالونو سره په غزې تېرېده خومکې ته له رسېدو مخکې هلته وفات شو،غزه هغه په ژوند ده د سفر پړاو اود زیارت ځای یې و. دا دغزې اود مکې خلکو ترمنځ یوه اړیکه ده او داشرف به له همدوی سره وي د دوی ښار به همداسې د ګران پېغبر (ص) د دوهم نیکه زیات وي غزې له ټولو لوی مسجد هم د ده په نوم دی همدارنګه په دې ښارکې د اسلام یو ستر امام او لوی فقیه ام شافعی هم زېږدلی دی.
یاقوت الحمودي په خپل کتاب (معجم البلدان) کې وايي: غزه د مصر له حوزې د شام په کونج کې یوښار دی .غزه د هغې ښځې نوم دی چې د مدیتراینې په ساحل يې د صور ښار جوړ کړی ابن بطوطه په خپل سفر روان دی اولیکی: بیا روان شلو تردې چې دغزې ښار ته ورسېدو،دا د شام لومړی ښار دی چې مصر څنګه ته دې په قطرونوکې پراخه دی ودانۍ يې ډېري اوبازارونه يې ښکلې دي ډېر جوماتونه اودېوالونه هم لري.
تاریخپوه عارف العارف په خپل کتاب کې د غزې نوم د معنی په اړه څه خبرې لري وايي چې یابه يې معنی سختي ، ځواک اوانکاروي اویابه د شتمنۍ په معنی وي خو عارف العارف خپله لومړۍ رايه سمه ګڼي.فلسطین تاریخپوه مصطفی مراد الدباغ دخپل دایره المعارف په حاشیه کې د دې نوم معنی د خزانې او ذخیرې په معنی راوړی.همدا رایه لبناني مورخ انیس فریحه په خپل کتاب ( اسما المدن والقری البنانیه وتفسیرمعانیها) کې سمه ګڼلې.د غزې ابادي په ښکتنیو غونډيو شمال ، ختیځ اوجنوب کې پرمختګ کوي چې په اوس وخت کې پڼخه اصلي کلي جوړ کړي چې شجاعیته ،تفاح ،درج ترکماني او الریتون نومېږي چې دا ټول يې ډېر پخواني دي په دې کلیو کې ۱،۷۲ ميلیونه خلک اوسېږي چې په هر یو کلیومتر کې ۲۷ زره نفر کېږي خو دغزې په کپمونوکې بیا په هر یو کیلومتر کې د نفوسو ګڼوالی ۵۶ زره دی. د یادونې وړ ده چې غزې د ۱۹۴۸ م کال له مصیبت او د ۱۹۶۷ کال له اوښتون اوبدلون وروسته ډېر شمېر فلسطینی کډوال ومنل ، په دې کې ۷۶ فیصده د ییرالسبع ،یفا،عسقلان او النب دسیمو دي چې دا سیمې د اسرائیلو تراشغال لاندې پاتې دي او اصلي اوسېدونکي يې په کې نه شته .
دغزه کلیزه / غزوي کلیزه:
دغزې تاریخي شهرت او ارزښت خو دومره دی چې یو بیل جنتري یا کلیزه د غزې کلیزې په نوم لري تاریخپوهان د دې کلیزې رامنځته کېدل له دې امله ښیي چې دا سیمه په نړیوالو پېښو او جګړو پورې تړلې ده . لکه د فرعونیانو اواشوریان، دیونان او روم د پاچاهانو،همدارنګه دمسلمانانو پاچاهانو لکه صلاح الدین ایوبي او د هغه د زامنو د وخت جنګونه چې د سترو قومونو تاریخ یې بدل کړی.کله به چې یونوی تاریخ ولیکل شو، نو لابه وخت نه و تېر چې د یو لوی جنګ په ترڅ کې به خاروو سره خاورې شو په دې ډول دغزې له پېښو یوه کلیزه جوړه شوه، دا کلیزه تقریباً له ۶۰ قمري څخه پیلېږي.دعارف العارف په خبره چې غزوي کال به د اکتوبر په میاشت کې پيلېده ، که د ۵۰۵ په اکتوبر کې به پیل شو د ۵۰۶ په اکتوبر کې به ختمېده.
غزه په تاریخي سرچینواو اسنادوکې :
ډېرو مورخینو ګرځندویانو او راویانو د غزې د تاریخ په راټولولو کې هڅې کړې ،اوسنيو تاریخپوهانو د غزې تاریخ په باره کې د یاقوت الحوي په مجمع البلدان دواقدی په فتوح الشام د بلاذري په فتوح البلدان د مقریزې په سلوک لمعرفه الملو لا دمحمد کرد علی په خطط الشام دایم ای مایر په محفوظان الملکیته المصریه وتاریخ غزه د فرانسوي شارلز کلیزماڼت جانبي په کتاب غزه او یو شمېر نورو اړوندو مولفانو باورکړی چې په عربی، انګلیسي ،فرانسوي او ترکي ژبه دي . په اوسنیو کتابونوکې چې د غزې تاریخ په کې راټول دی دعارف العارف کتاب تاریخ غزه دی نوموړی د ۱۹۴۰او ۱۹۴۴ م کلونو ترمنځ دغزې سرپرست والي و. کتاب یی په ۳۵۶ صفوکې کې دي دغزې تاریخ يې په روان نثر لیکلی ، پیل يې دغزې له ځای ،تاریخي ارزښت او د غزې د مختلفو تاریخی نومونو څخه کړی، بیا دغزې له لومړنیو جوړوونکو اوله هغو ولسونو څخه غزېدلی چې په تېرو تاریخي دوروکې اوسېدلې او هغه حکومتونه چې تراسلامي دورې پورې پرې تېررشوي په فلسطین د عثمانی خلافت اوانګرېزي استعمار دواکمنۍ په اړه هم په کې ډېرې خبرې شوي دي.
بل د شیخ عثمان ،البطاع کتاب تحفه الاغزه فی تاریخ غزه دی نوموړی د فلسطینی تاریخپوهانو ترمنځ یو ستر شخصیت دی چې د غزې د تاریخ په اړه يې څېړني کړې دي بل دسلیم المبیض کتاب غزه وقطاعها دی چې په ۱۹۷۸ کې لیکل شوی په دې کتاب کې د غزې د جغرافیې له ډبرین عصره ترلومړنۍ نړیوالې جګړې پورې د غزې تاریخ او فرهنګ په اړه په ۵۰۰ صفحوکې بحث شوی په وروستیوکې کلونوکې د فلسطین او نورو عربو ځوانانو له خوا په لسګونو کتابونه مستند فلمونه اوناولونه راغلل چې د غزې په کلابنده سیمه کې د جګړو،بې وزلۍ او بندیزونو ترمنځ دراګیرو خلکو ورځني کارونه ، نوښتونه ،عبادت ،واده ،خوښي اونورهرڅه ثبتوي.
غزه د شاهانو اویرغلګرو ترسیورو لاندې یو اوږد سفر دی،غزه له دریو جغرافیو سره نښتې ده عربي جزیره،مصر اومدیترانه له دې امله د پخوانۍ نړۍ د پوځونو اوشاهانو سترګې وراوښتې وې مخکې له دې چې کنعانیان یې ونیسي اوپه دوولسمه قبل المیلاد پېړۍ کې يې یونړیوال ښارکړي مصریان پرې رامخکې شول او ۳۵۰کاله يې ترواک لاندې وه له دې وروسته د بني اسرائیلود انبیاوو او پاچاهانو (داود(ع) سلیمان اونور) ترواک لاندې راغله بیا د بابلیانو پاچاهي ته واوښته له ۷۳۰ قمري کال راوروسته څو پيړۍ له همدوې سره وه او مخکې له دې چې رومیان پرې بریالي شي فارسیانو ته په لاس ورغله. له اسلامي دعوت نه مخکې هم غزې له عربو سره د کلکو او پخوا اړیکو تاریخ لاره دعربو سوداګریزکاروانونه به دغزې اوشاخوا سیموپه لارو تېرېدل همدارنګه فلسطین لومړی ښاروچې په ۱۳ هجري کال کې د مسلمانانو له لوري فتح شوه په اسلامي دوروکې بېلابېل والیان ورته له مصر اوبغداد څخه ټاکل شوي دي. تاریخ په اسلامي حکومتونوکې دغزې والیانو په اړه ډېرځه وايي: د صلیبي جګړو په وخت کې عیسویانو په لاس ورغله، هغوی د اوسنپې اور او اجورې په زور اتیا کاله هلته ول. وروسته بېرته دصلاح الدین ایوبي له لورې په ۱۱۸۷ م کال کې ازاده شوه او د مصر او شام ترمنځ د یوې ستراتیژیکي ادارې په توګه وټاکل شوه.

 ـ ساجد الله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *