
غزه کې د صبر او مېړانې اوږد سفر لنډ تأثر!
دا غزه ده، دلته د ازادۍ روحيه، جذبه او شعور پرونى او ابل پرونى نه دى، دا شعور او دا جذبه د اس-رائيل د اشغال نه مخکې هلته و او د اشغال په تمهيد کې واغږل شو او بيا چې د ازادۍ نورې چپي جبهې څومره ستړې کېدې نو د ازادۍ دا جبهه د مقاومت په تقابل کې غرونه غرونه دنګېده.
غزه او څو پوښتنې!
ايا کله تاسو ته پوښتنه پيدا شوې چې د اس-رائيل په دا روانې عام وژنې او جنوسايډ کې د غزې اوسېدونکي ولې کورونه نه پرېږدي، دوى ولې د اس-رائيلو په لارښوونه د غزې جنوب ته نه ځي؟
ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي د اسرائيلي دولتي ترهګرو د تهديدونو سره سره ولې روغتونونه نه پرېږدي؟ هلته عام ولس ولې د مقاومت د غورځنګ پر ضد نه راپورته کېږي او ولې ورسره په سخته او اسانه کې همغږي دي؟ او ولې په دا ټوله ازاديپال مبارزه کې ورسره په صبر، استقامت او مېړانه ولاړ دي؟
دا ځکه چې هلته د ازادۍ فکر په لوى اسلامي تناظر کې د غزې وګړو هضم کړى د هغوى قناعت پر ازادۍ را ټول دى او ازادي د دوى د تربيې لوى عنصر دى، دا تربيتي کيان له نن نه لسګونه کلونه مخکې هلته امام حسن البناﺀ ودان کړى و او د ازاديپاله مبارزانو قربانيو بيا ورته پراختيا او استحکام ورکړى.
امام بناﺀ او د اخوان سرښندنې!
په عکس کې امام حسن البناﺀ په غزه کې د اخوان المسلمين له فعالانو سره ولاړ دى. امام بنا په ١٩٤٨ مارچ کې فلسطين ته سفر وکړ، دا د جمعې ورځ وه او هغه پر رفح واووښت، غوښتل يې چې په رفح کې د جمعې خطبه ورکړي خو د خانيونس نه د اخوان فعالانو تاکيد وکړ چې هلته دې په لوى جومات کې امام جمعه او خطبه ورکړي، هغه له ملګرو سره خانيونس ته ولاړ او بيا يې هلته د خانيونس اوسېدونکو ته وويل چې په ۱۹۳۶ میلادي کال کې مې پریکړه کړې وه چې فلسطین ته ولاړ شم، پاسپورت مې ترلاسه کړ، خو ماته وویل شول چې د انګلیسي قونسلګرۍ څخه باید ویزه واخلم، زه په قهر شوم، غرور مې راوپارېد چې څرنګه د انګل-يس په اجازه اسلامي هیواد ته ننوځم؟ ما هوډ کړی و چې تر څو چارې همدغسې وي نو زه به فلسطين ته نه راځم.
په دې ډول د ازادۍ دغه سالار په غزه کې څو ورځې د اخوان له لښکرو سره پاتې شو، دې لښکرو بيا هلته د عزيمت، قربانيو او فتح يو توفان رامنځته کړ، امام چې کله قاهرې ته راستون شو او بيا يې په تعقيب د اخوان د مجاهدينو او صهيونېسټانو تر منځ مخامخ جګړې وشوې او صهيونېسټانو په کې شکستونه وخوړل همدا مهال و چې ملک شاه فاروق د انګل-يس او غرب په لارښوونه اخوان المسلمون په دسمبر ١٩٤٨ کې منحل اعلان کړ او څه موده وروسته يې امام حسن البنا هم د ١٩٤٩ فبروري په ١٢ مه شهيد کړ او ټول هغه اخوانيان يې بنديان کړل چې د فلسطين په ازادۍ کې يې برخه اخېستې وه.
د عزيمت دا سفر پاى نه لري او نننى حماس د دې سفر اوسنى موړ دى، دا د لوړې سفر ورو دى خو دا سفر به بره ځي او يو ورځ به د معراج د سفر مبدأ اقصى ته رسيږي، ان شاﺀالله.
دوکتوروحيدالله مصلح