نړۍ

غزه کې د يو بل اوربند د ټينګښت هڅې روانې دي

غزه کې د روانې جګړې پر ۷۶ مه ورځ ځینې رسنۍ راپور ورکوي، چې دغلته د یوبل اوربند ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او مصر ته د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه سفر د دغه اوربند د ټینګښت هیلې زیاتې کړې دي. د نوموړي ترڅنګ تمه کېږي د فلسطین د جهاد اسلامي ډلې مشر هم مصر ته ولاړ شي.

مخکې تر دې اسرائیلي او قطري چارواکو هم په دې اړه خبرې کړي او ځینو اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیل د اوربند له ټینګښت پرته د اسیرانو تبادله غواړي، هغه څه چې د حماس غورځنګ یې نه مني. دغه غورځنګ ویلي، چې د یو بشپړ او دایمي اوربند د ټینګېدو په صورت کې به د اسیرانو تبادلې ته غاړه کېږي. دغه راز غزه کې د جګړې پر دوام د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې هوایي او ځمکني بریدونه شوي او لسګونه کسان په وژل شوي او ټپیان دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د پرېکړه لیک په اړه رایه اچونه وکړي، چې اصلي موخه یې دغې تړانګه کې د اوربند ټینګښت دی. دغه رایه اچونه د څو ورځو لپاره د دې له امله ځنډول شوې وه، چې د امریکا له لوري د بیا ویټو کېدو له ګواښ سره مخ وه او تمه کېږي، چې دا ځل به امریکا دغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *