نړۍ

غزه کې مرګ ژوبله؛ ۱۰۰ زره فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي

غزه کې د اسرائیلو او فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه کې د فلسطینیانو د ټولې مرګ ژوبلې شمېر ۱۰۰ زره تنو ته رسېدلی، چې ۲۹ زره ۶۰۶ تنه په کې شهیدان او ۶۹ زره ۷۳۷ تنه په کې ټپیان شامل دي.
د شهیدانو او ټپیانو ډېره برخه ښځې، نجونې او ماشومان جوړوي.
دغه راز د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد له ۱۴ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د حماس د بشپړ له منځه وړلو پورې جګړې ته دوام ورکوي.
مخکې تر دې د دغه هېواد ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی و، چې اسرایلي پوځ هڅه کوي، غزه کې له جګړې شاتګ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *