
غزه کې ۱۲۰۰۰۰ ډېرو کسانو مېنې پرېښې
د راپورونو پر اساس پرون دوشنبې د درېیمې ورځې لپاره هم د غزې تړانګې او اسرایلو ترمنځ پولې ته نږدې سیمو کې جګړې روانې دي او اسرایلي پوځ په دغو جګړو کې تر ډېره له هوایي بریدونو څخه کار اخلي، چې د غزې عام اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.سیمه کې د الجزیرې خبریال وایي، ملکیان خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او دغه راز د ټپیانو د درملنې لپاره مرکزونو او امبولانسونو ته اړتیا لري، خو د اسرایلو له لوري روانو بمباریو هر څه له ستونزو سره مخ کړي او ملکي وکړي نه شي کولی، یادو امکاناتو ته لاسرسی ولري.د حماس ډلې د بریدونو تر پیل لږ وروسته اسرایلي لومړي وزیر د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې پر حماس له هوایي بریدونو څخه په امن کې د پاتې کېدو په موخه د خپلې مېنې پرېږدي او نورو ځایونو ته دې کډه شي.
غزه کې وروستي ارقام ښيي، چې تر ۱۲۰۰۰۰ زره ډېرو کسانو خپلې مېنې پریښي، چې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.